کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
K

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو او روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه وکتل.

په دې ناسته کې ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دې ادارې د سوري زړه ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز تخصصي روغتون جوړ کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به خپل فعالیت پیل کړي او په کلني ډول به شاوخوا ۲۰۰۰ د سوري زړه ناروغانو ته د عملیاتو او درملنې خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت دا مهال د هېواد په بېلابېلو مرکزونو کې نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان تر درملنې لاندې لري او څه د پاسه ۱۵۰۰ نورو ناروغانو ته په خپلو کورونو کې روغتیايي خدمتونه او دوامداره درمل وړاندې کوي.

ښاغلي دلاور له ازبکستاني سوداګرو وغوښتل، چې د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره همکاري وکړي.

له بلې خوا ازبکستاني سوداګرو د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د یادو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو په برخه کې به له دې ادارې سره لازمې همکارۍ وکړي.

دواړو لورو د روغتیايي همکاریو د پراختیا، د درملو د تأمین او د اړمنو ناروغانو د درملنې په موخه د اسانتیاوو د پیاوړتیا لپاره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

BACK TO NEWS