د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس او د نوموړي مرستیال په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست او افغانستان لپاره د ستراتیژیکو اړیکو له مسئولې سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۳:۲۶
خبر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس او د نوموړي مرستیال په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست او افغانستان لپاره د ستراتیژیکو اړیکو له مسئولې سره وکتل!

نن شنبه د رمضان میاشتې پر ۲۲ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسئول ښاغلي احمد سلیمان او افغانستان لپاره د نړیوال فدراسیون د ستراتیژیکو اړیکو له مسئولې آغلې هُما نادر سره له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو، اړمنو او پېښځپلو ته د مرستو برابرولو او د وچکالۍ پر وړاندې د چمتووالي په موخه ناسته وکړه او له هغوی څخه یې دې برخه کې د مرستو او همکارۍ غوښتنه وکړه. 
ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون سرپرست او افغانستان لپاره د یادې ادارې د ستراتيژیکو اړیکو مسئولې ذکر شویو برخو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ ته به بهر ته د اړمنو، پېښځپلو او وچکالۍ ځپلو هېوادوالو لپاره د بشري مرستو د جلب په موخه د سفرونو زمینه برابروي او دې برخه کې به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۳۵
Background image

پکتیا او نورستان کې له ۷۵۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت، ډنډِ پټان او ځاځي آریوب  ولسوالیو کې له ۶۰۰ او د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې له ۱۵۰ داخلي بېځایه شوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۱۹
Background image

غزني؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت د نماینده ګۍ ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

نيمروز؛ د زرګونو اړمنو هېوادوالو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

دوشنبه، ٢۶ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د نيمروز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٧٧٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS