پر ۱۲۹ بې سرپرسته مېرمنو او په مخدره توکو د روږدو وګړو پر کورنیو د ځان بسیاینې په موخه نغدې پیسې او د هګیو چرګانې ووېشل شوې!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۴:۵۱
خبرونه

پر ۱۲۹ بې سرپرسته مېرمنو او په مخدره توکو د روږدو وګړو پر کورنیو د ځان بسیاینې په موخه نغدې پیسې او د هګیو چرګانې ووېشل شوې!

نن پنجشنبه د رمضان میاشتې پر ۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د برتانیې هېواد د سره صلیب په مالي مرسته مرکزي مرستون کې د کابل ولایت د بېلابېلو ولسواليو او ناحیو پر ۷۹ بې سرپرسته مېرمنو د چرګانو د پېرلو په موخه یو میلیون پنځه سوه اتیا زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه؛ چې هرې کورنۍ ته په کې ۲۰ رزه افغانۍ شاملې وې. باید وویل شي، چې له څه مودې وروسته به د یادو مېرمنو د فعاليتونو تر ارزونې وروسته یو ځل بیا پر هغوی د ملاتړ او لاسنيوي په موخه پنځلس پنځلس زره افغانۍ ووېشل شي. 
همدا ډول ددې مرستې سربېره مرکزي مرستون کې ۴۰ بې سرپرسته مېرمنو او ۱۰ په مخدره توکو د روږدو وګړو کورنيو ته هم د افغاني سرې میاشتې په تخنیکي او د سنګاپور هېواد د سره صلیب په مالي مرسته د هګیو ورکوونکې چرګانې ورکړل شوې، چې هرې بې سرپرسته کورنۍ ته په کې۳۴ چرګانې، ۱۵۰ کیلو د چرګانو دانه، ۴ د اوبو څښلو او ۳ د دانې د ورکړې لوازم شامل وو، په پام کې ده د یادې پروژې له لارې په هرات، مزار شریف، کندز، پکتیا او کندهار ولایتونو کې هم بې سرپرسته کورنیو ته د عاید ترلاسه کولو په موخه چرګانې او اړوند وسایل ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۲۲:۱۵
Background image

ننګرهار ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو خُرما ووېشل شوه!

ننګرهار ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو خُرما ووېشل شوه!

نن پنجشنبه د رمضان د میاشتې پر ۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې له ۱۳۸ کورنیو سره د ۵۵۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۲۱:۵۷
Background image

کاپيسا ولایت کې د کور د چت لويدو له امله له زيانمنې شوې کورنۍ سره نغدي مرسته ترسره شوه!

کاپيسا ولایت کې د کور د چت لويدو له امله له زيانمنې شوې کورنۍ سره نغدي مرسته ترسره شوه!

نن پنجشنبه د رمضان د میاشتې پر ۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپيسا ولايت د کوهستان دوهمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۶:۵۸
Background image

کابل ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۲ ټنه خُرما ووېشل شوه!

کابل ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ۲ ټنه خُرما ووېشل شوه!

نن پنجشنبه د رمضان د میاشتې پر ۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د کارته نو سیمې د بېلابېلو کلیو پر ۵۰۰ اړمنو. . .

BACK TO NEWS