فارياب ولایت کې د خياطۍ او ګلدوزۍ په زده کړو بوختو بې سرپرسته مېرمنو ته څه د پاسه ۱۶ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

فارياب ولایت کې د خياطۍ او ګلدوزۍ په زده کړو بوختو بې سرپرسته مېرمنو ته څه د پاسه ۱۶ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن چهارشنبه د رمضان د میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د فارياب ولایت د مرکز ميمنې ښار په بېلابېلو ناحيو کې د خياطۍ او ګلدوزۍ په مرکزونو کې په زده کړو بوختو ١٧٠ تنو بې سرپرسته مېرمنو سره په ټوله کې ۱۶.۰۶۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۴.۵ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای او مالګه په کې شامله وه، ورکړل شول.