ننګرهار کې د يوې بې وزلې او اړمنې کورنۍ رواني ناروغ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ته ولېږدول شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۲:۲۵
خبرونه

ننګرهار کې د يوې بې وزلې او اړمنې کورنۍ رواني ناروغ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ته ولېږدول شو!

د رمضان د میاشتې پر ۳مه، د افغاني سرې مياشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د حکم پر بنسټ د ختيځ زون رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ته هغه رواني ناروغ د پالنې او درملنې په موخه ولېږدول شو، چې کورنۍ يې د ننګرهار د شيرزادو ولسوالۍ په يوې لرې پرتې سيمه (اشپهان) کې اوسېده او د ډېرې ناچارۍ او فقر له امله د ياد ناروغ د درملنې په برخه کې له ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان وه.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د اېکس (ټويټر) په ټولنيزې رسنۍ کې د ياد ناروغ په اړه يوه ويډيو خپره شوې وه چې په کې يوه اړمنه کورنۍ له رواني ناروغ څخه کړېږي او د درملنې وس او توان يې نه لري او د افغاني سرې مياشتې غوښتنه شوې وه څو د نوموړي د درملنې په برخه کې يې د کورنۍ لاسنيوى وکړي، په همدې موخه د افغاني سرې مياشتې کارکوونکو د محترم مقام د حکم پر اساس يادې کورنۍ ته رسيدنه وکړه او رواني ناروغ يې د درملنې په موخه ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او  درملنې مرکز ته ولېږداوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS