په لغمان ولایت کې له ” ٣٥ “ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لغمان څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر دوولسمه نیټه د یاد ولایت په دولت شا او الینګار ولسوالیو کې له ٣٥ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د شپږ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.