په پروان کې د سرې میاشتې له لورې د 100 روغتیایې کیټونو ویش!
د روان ١٣٩٩ لمریز کال د وږي پر اتمه نیټه په پروان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لومړنیو روغتیایې مرستو د ښځینه رضاکارانو له لوري په یاد ولایت کې پر 100 سیلاب ځپلیو کورنیو روغتیایې کیټونه و ویشل.