فراه ولايت کې ۸۷۷۸ تنو ته روغتیایي خدمات!
فراه ولايت کې ۸۷۷۸ تنو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د فراه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۴۸۲ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۱۶۹ تنو ټپیانو پانسمان، ۱۸۵۴ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۱۵۴ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۳۷۶ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۲۲۳ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۵۲۰ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.