افغاني سرې مياشتې سره د ترکیې د دیانت بنسټ له لوري د اړمنو او بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي په موخه د ۲ زره خوراکي بستو مرسته كېږي!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۵:۲۱
خبرونه

افغاني سرې مياشتې سره د ترکیې د دیانت بنسټ له لوري د اړمنو او بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي په موخه د ۲ زره خوراکي بستو مرسته كېږي!

نن سه شنبه د شعبان میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې  د افغانستان لپاره د ترکیې د ديني چارو بنسټ (ديانت)  له سلاکار ښاغلي دکتور امراح کاند میر سره  د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې د اړمنو او بې وزله هېوادوالو د لاسنیوي په موخه د ۲ زره خوراکي بستو د چمتو کولو په اړه د همغږۍ ناسته وکړه.
 ناسته کې سرپرست عمومی رئيس ښاغلي دلاور له افغاني سرې میاشتې د یاد بنسټ له همېشنۍ همکارۍ څخه مننه وکړه او د روژې مبارکه میاشت کې یې د اړمنو او بې وزله کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي برخه کې د دوی له لوري ۲ زره خوراکي بستې برابرول مهم ګام وباله.
ورپسې د دیانت بنسټ سلاکار په خپلو څرګندونو کې له افغاني سرې میاشتې سره د مرستو د پراختیا او زیاتوالي برخه کې د همکاریو د دوام ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په اختر کې به ۲۰۰ یتیمانو ته جامې هم برابروي. 
د یادونې وړ ده، چې د مرسته شویو ۲ زره خوراکي بستو له جملې ۱۵۰۰ به په کابل او پاتې ۵۰۰ بستې به په هرات ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو ووېشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS