سرپرست عمومي رئيس له مرکزي روغتون لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۵:۵۹
خبرونه

سرپرست عمومي رئيس له مرکزي روغتون لیدنه وکړه!

نن شنبه د رجب د میاشتې پر ۲۴مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، ددې خیریه ملي ټولنې اړوند کابل مرکزي روغتون کې د ناروغانو د درملنې او دوی ته د ترسره کېدونکو خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه. 
کتنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس روغتیاپالانو ته د روغتیایي خدماتو ترسره کولو پر وړاندې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ناروغانو ته یې د عاجلې روغتیا او لا ښو خدماتو وړاندې کولو هيله څرګنده کړه.
دا راز ښاغلي دلاور د روغتون مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، څو د ناروغانو په درملنه او عملیاتو کې له بشپړ صداقت او اخلاص کار واخلي او له مراجعینو سره د اسلامي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۵۳
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د نوي رغول شوي مسجد او احادیثو دورې د پیل پرانیسته وشوه!

د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د نوي رغول شوي مسجد او احادیثو دورې د پیل پرانیسته وشوه!

نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۲۵ مه، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۳:۴۲
Background image

فراه ولايت کې د خياطۍ او خامک دوزۍ مرکزونو د استاذانو د مالي ملاتړ او هڅونې په موخه ۱۳۵،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې!

فراه ولايت کې د خياطۍ او خامک دوزۍ مرکزونو د استاذانو د مالي ملاتړ او هڅونې په موخه ۱۳۵،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې!

 
د افغاني سرې میاشتې له لوري د قطر هېواد په مالي ملاتړ د فراه ولایت په. . .

BACK TO NEWS