د ډنمارک سره صلیب د افغانستان لپاره نوی مسئول معرفي کړ!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۴
خبرونه

د ډنمارک سره صلیب د افغانستان لپاره نوی مسئول معرفي کړ!

نن چهارشنبه د رجب د میاشتې پر ۱۴مه، په آسیا او اروپا کې د ډنمارک د سره صلیب د مشر ښاغلي فیبرس وانډيپيوټ له لوري د ډنمارک د سره صلیب په استازولۍ د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ ته د افغانستان لپاره د ډي آر سي نوی مسئول ښاغلی محمد حسن الشمع معرفي شو.
په یاد مناسبت جوړه شوې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ډنمارک د سره صلیب له لوري د شویو مرستو مننه وکړه او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې یې د دوی روغتیايي مرستې مهمې او اغیزمنې یادې کړې او له دوی څخه یې د مرستو د پراختیا غوښتنه وکړه، دا راز نوموړي د ډي آر سي مشر ته ډاډ ورکړ، چې مرستې به یې په بشپړ شفافیت او رونټيا تر اړمنو او مستحقو کورنیو رسوي.
سربېره پر دې ښاغلي دلاور په خپلو څرګندونو کې د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې د مرکزونو، مرستونونو او د دې خیریه ملي ټولنې د روغتیایي مرکزونو له لارې هېوادوالو ته د ترسره کېدونکو خدماتو په اړه هم راغلي پلاوي ته تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
ورپسې په آسیا او اورپا کې د ډنمارک د سره صلیب مشر د افغاني سرې میاشتې خدمات د بنسټیزو اصولو له مخې د قدر او ستاینې وړ وبلل او د ګډ کار د دوام ژمنه یې وکړه. همدا ډول نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې خپل خدمات به د اړمنو او بېوزله افغانانو اړتیاوو ته په کتو تنظیموي او دې برخه کې به خپلي هڅې جاري ساتي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

افغاني سرې مياشتې په کونړ کې پر ۴،۱۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۶۱.۵ میلیونه افغانۍ ووېشلې

سې شنبه، ۲۸ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې پر ۴،۱۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۶۱ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې له مخې یې هرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

بادغيس کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

سې شنبه، ٢٨ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بادغيس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

افغاني سرې میاشتې د یوه معیوب شخص سره مرسته وکړه

دوشنبه، ۲۷ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل ولایت له یوه بېوزله معیوب شخص سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرسته وکړه.
یاد شخص څه موده. . .

BACK TO NEWS