د روغتیا برخې کارکوونکو ته د کاري وړتیاوو د لوړونې ورکشاپ دایر شو!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۹:۴۵
خبر

د روغتیا برخې کارکوونکو ته د کاري وړتیاوو د لوړونې ورکشاپ دایر شو!

نن دوشنبه د رجب د میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د پلان جوړونې له آمریت سره په همغږۍ د روغتیا ریاست اړوند د مرکز، پکتیا، پکتیکا او کندهار ولایتونو ۴۵ کارکوونکو ته د روغتیایي چوپړتیاو د وړاندې کولو برخه کې د ترلاسه شویو تجربو تر عنوان لاندې ۲ ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو.
دغه ورکشاپ کې به کارکوونکو ته د روغتیایي خدماتو برخه کې شته ستونزو ته د حل لارو موندلو او د خدماتو د وړاندې کولو کې د ځواکمنتیا او لا ښه والي په هکله نظري او عملي زده کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۲۱
Background image

زابل؛ تېره یوه میاشت کې د څه باندی ١٢ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۱ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د زابل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۹۰۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

نورستان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په نماینده ګۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي او رواني مرستو او حفظ‌ الصحې په برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتیژۍ د تایید ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۱ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو د روغتیايي خدمتونو د ستراتیژۍ د تایید او اعتبار ورکولو ورکشاپ د ادارې د مشرتابه، د. . .

BACK TO NEWS