د کرونا ویروس پر وړاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کړنو ریپوټ:

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۰:۵۹
کنفرانس مطبوعاتی پیرامون ارایه گزارش فعالیت های جمعیت هلال احمر افغانی در مورد کویدـ۱۹

 

د ګرځبندیز د پلي کیدو په موده کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کړنو او کاري شریکانو د مرستو په اړه د یادې تولنې سکرټرجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز د خبري کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته و ویل:

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کرونا ویروس او ګرځبندیز له پیل تر اوسه پورې د کرونا ویروس څخه زیانمنو کسانو، طبیعي او غیر طبیعي پیښځپلیو او بې ځایه شویو ته په ټول هیواد کې خوراکي او غیر خوراکي توکي ویشلي، چې تر څنګ یې د مرکزي روغتون، بنسټیزو او ګرځنده کلینیکونو او رضا کارانو له لوري د کرونا ویروس د خپراوي څخه د مخنیوي، روغتیایي لارښونې، سکریننګ او په کورنا ویروس د اخته شکمنو کسانو پیژندنه او همدارنګه د کوید -۱۹ روغتونونو ته د هغوی ور پېژندل او عامه پوهاوی تر سره کړی چې په لاندې ډول دي:

د روغتیایي خدمتونو څانګه:

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیایي خدمتونو ریاست د کرونا ویروس د خپراوي په لړ کې د هیواد په کچه د (۴۶) ثابتو کلیکینونو، (۷۰) ګرځنده ټیمونو، (۲۲) فرعي کلینیکونو، (۱) جامع روغتیایي او په مرکز کې د (۲) روغتونونو له لارې لاندې خدمتونه وړاندې کړي دي:

د « ۳۴۶۰۴۹ تنو» سکریننګ ( چاڼ)

په کرونا ویروس د (۳۹۹۷۳ ) شکمنو کسانو پیژندنه

د کویدـ۱۹ روغتونونو ته د (۱۸۷۷ کسانو) ورپیژندل

او (۴۷۶۰۴۹ تنو) ته عامه روغتیایي پوهاوی ورکړل شوی دی

د پیښو څانګه:

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پیښو ادارې له لارې« ۱۲۶۴۴۵۷» تنو اړمنو، طبیعي او غیر طبیعي پېښو ځپلیو او له کرونا ویروس څخه زیانمنو شویو کسانو ته خوراکي توکي: (وریژې، غوړي، لوبیا، چای، بوره، مالګه او بیسکویټ) او غیر خوراکي توکي: (ترپالونه، کمپلې، پلاسټیکونه، د ابو بوشکې، د پخلنځي سیټونه، روغتیایي کیټونه، د کالیو مینځلو او ځان مینځلو صابونونه) په ټول هیواد کې ویشلي دي.

د یادونې وړ ده چې دیرش میلیونه افغانۍ د خوراکي تو او ـ ۷۲۳۷۶۳۱۸ ـ افغانۍ د نړیوال فدریشن په مرسته له اپیل پروژې څخه د « ۱۹ » قلمه غیرخوراکي توکو په رانیولو لوګول شوې دي.

د افغاني سرې میاشتی ټولنه تل هڅه کوی ترڅو د هیواد به بیلابیلو برخو کی د کرونا ویروس او طبیعی او غیر طبیعی پیښو د زیانمنو دلاسنیوي له لارې د ټولنې په سالمتیا کې رغنده رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغاني سرې میاشتې د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتيژیک پلان د نهايي کولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۲ رجب ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو د تنظیم او ښو پایلو ترلاسه کولو په موخه، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ترتیب شوي ستراتیژیک پلان د نهایي کولو په پار، کابل کې دوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ٢۲ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګو ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٧٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

کونړ او سمنګان کې له ۱۵۹۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

دوشنبه، ۲٢ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې له ۹۴۰ او د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره له سړې هوا څخه د ځان د ښې ساتنې په. . .

BACK TO NEWS