په چين هېواد کې د ‏افغانستان سره د بشري مرستو او همکاريو د دوام او پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۳/۹/۹ - ۱۹:۱۱
خبرونه

په چين هېواد کې د ‏افغانستان سره د بشري مرستو او همکاريو د دوام او پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه

نن جمعه د جمادي الأولی د میاشتې پر ٢٧مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي چين هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسٸول ښاغلي الکساندر متيو سره  په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او همکاريو د پياوړتيا په موخه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ددې خيريه ملي ټولنې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او په بېلابېلو برخو کې د خپلو بشرپالو خدماتو په اړه هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري وضعيت او د نړيوالو مرستندويه ادارو د مرستو د اغيزمنتيا په اړه د وينا ترڅنګ د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو د ملاتړ او د ژمي په موسم کې د ناچاره او اړمنو وګړو د لاسنیوي په پار د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي متيو  د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدماتو او فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ يادونه وکړه چې مونږ د سرې مياشتې د ملاتړ په برخه کې بشپړه ژمنتيا لرو او بشري ستونزو د حل په برخه کې يې د ګډو هڅو او دوامداره مرستو ترسره کولو ژمنه وکړه.

دواړو خواوو د راتلونکي لپاره د ګډو همکاريو په برخه کې د نوو پلانونو په تړاو هم هر اړخیز بحث ترسره کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۷:۵۰
Background image

د مشعل بیات ښوونځي څخه ۴٢ تنه زده کوونکي د دولسم ټولګيو فارغ شول

د مشعل بیات ښوونځي څخه ۴٢ تنه زده کوونکي د دولسم ټولګيو فارغ شول

نن چهارشنبه د جمادي الآخره د میاشتې پر ۹مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند د مشعل بیات ښوونځي د دولسمو ټولګيو د فارغانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۶ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول! 

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۱۶ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول! 

نن چهارشنبه د جمادي الآخره میاشتې پر ۹ مه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۱۶ تنه د سوري زړه په رنځ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۵۹
Background image

پکتیا ولايت کې ۵۱۴۱ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي!

پکتیا ولايت کې ۵۱۴۱ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي!

د افغاني سرې مياشتې روغتيايي کارکوونکو د پکتیا ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۱۴۱۰ تنو ته د کتنې. . .

BACK TO NEWS