د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ۳۴ ولایتونو نشراتي مدیرانو ته روزنیز ورکشاپ داير شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۷:۴۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ۳۴ ولایتونو نشراتي مدیرانو ته روزنیز ورکشاپ داير شو

نن دوشنبه د ربیع الأولی میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو نشراتي مدیرانو ته د ښې منځپانګې، خبر، راپور او کيسې د ليکلو په برخه کې د وړتياوو لوړولو په موخه ۴ ورځنى ښوونیز ورکشاپ پيل شو.
د ياد ورکشاپ پرانيسته کې په عملياتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت ګډونوالو ته د ورکشاپ د ارزښت او اهمیت ترڅنګ د کارکوونکو د مسؤلیت او په ورځنيو چارو کې د نوښت او بدلون را وستلو په تړاو هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس او ویاند ښاغلي مولوي مدثر همراز نشراتي مديرانو ته د ترسره کېدونکي روزنيز ورکشاپ اړوند موضوعاتو په اړه مقدماتي وينا وکړه او یاد ورکشاپ یې د نشراتي مدیرانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یو ښه فرصت یاد کړ. 
یاد ورکشاپ کې به کارکوونکو ته د ښې منځپانګې د جوړولو او د ليکوالۍ اړوند موضوعات وړاندې شي څو په کاري ماحول کې د نشراتي چارو د ښه مخته وړلو لپاره ترې ګټه واخستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۴:۲۱
Background image

د سرپرست عمومي رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

پنجشنبه، ١۵ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور  د مرکزي دفتر د يو شمېر مسٸولينو او  رئیسانو سره د املاکو او ودانيو د چارو د لا ښه والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۲:۴
Background image

بادغيس ولايت کې څه باندې ٩٨٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۱۵ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د بادغيس ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٢٤٨ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۸ - ۲۰:۵۶
Background image

لوګر کې پر اړمنو او بې وزله کورنیو غوښه ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په مالي مرسته د لوى اختر په مناسبت د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې پر ۱۰۰۰ اړمنو او بې وزله کورنیو د. . .

BACK TO NEWS