په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې خبرونه:

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۲:۴۷

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

کابل:
د افغاني سرې میاشتې نوی مرستیال ښاغلی الحـ.ـ.ـافـ.ـ.ـظ عـ.ـ.ـزیز الرحـ.ـ.ـمن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د يادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

ننګرهار/ هلمند:
د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند سیمو او د سره رود په ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او طوفانونو له امله له ۲۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره او د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د اورلګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره په ټوله کې د ۷ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

سمنګان:
ښوونیز مرکز کې ۲۸ تنو زده کوونکو ته د سرې میاشتې د پېژندنې په موخه نشراتي غونډه ترسره شوه.

بلخ:
د ۵ ثابتو کلینیکونو او یوه ګرځنده روغتیایي ټیم پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې په بېلابېلو سیمو کې ۲۵۲۸۶ تنو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

غزني:
اندړ ولسوالۍ کې ۲۰ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS