هرات!
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۹ مه، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په کبابیان او بلند مغولان کلیو کې پر ۸۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.ياده مرسته چې د ملک سلمان خیریه بنسټ لخوا چمتو شوې وه هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لیټره غوړي او ۲ کیلو خرما ورکړل شوه.