بغلان ولایت کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو دېرش میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!
بغلان ولایت کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو دېرش میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!
نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو، د سرې مياشتې د مرکزي دفتر د دعوت او ارشاد د رئیس ښاغلي مولوي ګل الرحمن مهاجر، د شمال ختیځ سیمه ییز زون رئیس ښاغلي محمد شفیع هجرت او د بغلان ولایت د نمایندګۍ د رئیس ډاکټر جان محمد موسی زي په شتون کې په ټولیزه توګه دېرش میلیونه (۳۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.