افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې رضاکارنو ته د عامه پوهاوي په برخه کې ۳ ورځنی ورکشاپ!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۳
افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې رضاکارنو ته د عامه پوهاوي په برخه کې ۳ ورځنی ورکشاپ!

افغاني سره میاشت د طبيعي پېښو د رامنځته کیدو پر وخت دزیانمن شویو کسانو د مرستې لپاره د رضاکارانو رزونه اړینه بولي نو په همدې موخه نن د ربیع الثاني پر ۱۵ مه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې رضاکارنو ته د عامه پوهاوي په برخه کې ۳ ورځنی ورکشاپ پای ته ورساوه.په ياد ورکشاپ کې رضاکارانو ته د بېړنیو پېښو پر وړاندې د ځان او نورو خوندي ساتنه، طبيعي او غیری طبیعي پېښو د رامنځته کیدو پر وړاندې د رضاکارانو چمتو کول، هغه کسانو ته چې په پېښه کې زیانمن شوي لومړنۍ روغتیایي مرستې رسول، د پېښې ځای ته له تګ وړاندې د پرسونل چمتو کول او د پېښځپلو د مرستې لپاره رضاکارانو ته اړینې لارښوونې کول په نظري او عملي بڼه وښودل شول.

kk

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۲۸
Background image

ارزګان ولايت کې د ٦٧٣٩ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سه شنبه، ٢٠ ذوالحجه ١۴۴۶
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦١٦٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۱۲
Background image

هرات ولایت کې ٢٧٢ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمتونه وړاندې شول

سه شنبه، ٢٠ ذوالحجه ۱۴۴۶
 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د هرات ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ٢٧٢ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۹:۵۴
Background image

کاپيسا کې د برېښنا شارټۍ له امله د معلول شوي هېوادوال سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۹ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ د حکم پر اساس د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په اسپه خېلو کلي کې له هغه تازه معلول شوي هېوادوال سره لس زره (۱۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

BACK TO NEWS