د افغاني سرې میاشتې او د قطر د سرې میاشتې ترمنځ د "تود ژمی" په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو!
د افغاني سرې میاشتې او د قطر د سرې میاشتې ترمنځ د "تود ژمی" په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو! د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د قطر د سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو پروګرامونو او پروژو د مسؤل ډاکتر احمد صلاح ترمنځ د "تود ژمی" په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د قطر سره میاشت د افغاني سرې میاشتې له لارې د ۷۸۴۲۲ امریکایي ډالرو په برابر د ژمي لپاره اړین توکي پیري او یاد توکي به د افغانستان له بېوزلو وګړو سره مرسته کېږي. د هوکړه لیک له لاسلیک وړاندې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو پروګرامونو او پروژو د مسؤل ښاغلي ډاکتر احمد صلاح او د قطر د سرې میاشتې د عمومي رئیس د دفتر رئیس ښاغلي عادل علي الباکر او نورو مسؤلینو ترمنځ د هرات د وروستۍ زلزلې پر زیانونو، مرستو، اړتیاو او بیا ابادۍ خبرې وشوې. د قطر د سرې میاشتې مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د هرات له زلزله ځپلو سره به د خیمو او بېړنیو خوراکي توکو په مرستو کې ونډه واخلي او همدا ډول به د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه او د یادې ناروغۍ لپاره د افغاني سرې میاشتې د جوړ کړي روغتون په تجهیز کې برخه واخلي.