د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي پيوستون د صندوق له اجرایوي رئیس سره په سعودي عربستان کې لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۵:۴۹
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي پيوستون د صندوق له اجرایوي رئیس سره په سعودي عربستان کې لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي همکاريو د سازمان د اسلامي پيوستون د صندوق له اجرایوي رئیس ښاغلي ابراهيم بن عبدالله الخزیم سره په سعودي عربستان کې لیدنه ترسره کړه. ناسته کې ښاغلي الخزیم وویل دوی به هڅه وکړي په افغانستان کې د بشري خدماتو لپاره چې کومه بودیجه لري په ښه توګه مصرف کړي. نوموړي وویل په پام کې لري د څو ادارو د استازو په ملتیا له افغانستانه لیدنه وکړي او په افغانستان کې شته وضعیت او اړتیاوې له نېږدې وګوري. ښاغلي الخزیم په اسلامي پرمختیایي بانک کې د افغانستان په نوم د شته پیسو د تعقیب هیله وښوده. نوموړي ژمنه وکړه، چې دوی به د افغاني سرې میاشتې په نوم د مرستو د جلب او ساتنې مستقل فایل جوړ کړي ترڅو وکړای شي له افغاني سرې میاشتې سره دوامدارې مرستې وکړي. ښاغلي الخزیم د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په برخه کې د ځانګړي روغتون د تجهیز په اړه د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس د همکارۍ د غوښتنې په اړه ژمنه وکړه، چې لازمه همکاري به وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۸:۵۱
Background image

زابل ولایت کې د لومړنیو روغتیایي مرستو تر عنوان لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۱ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د پنځه بېلابېلو (نوبهار، سیوري، شنکۍ، شاجوي او شهر صفا) ولسوالیو ۵۰ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

هلمند ولايت کې د ٩٠٠٣ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

چهارشنبه، ٢١ ذوالحجه ١۴۴۶
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هلمند ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٥٩٦٢ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۲۰:۱۷
Background image

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د المان سولې کلي بنسټ له مسٸولينو سره د نويو پروژو د پيل په اړه خبرې وکړې

کابل – سې شنبه، ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس، شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په مرکزي دفتر کې د آلمان د سولې کلي خیریه بنسټ له مشرې آغلې بیرګېټ سټېپټر، د. . .

BACK TO NEWS