د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندي په سیمه او ګڼو نورو کلیو کې د هغو سیلاب ځپلو کورنیو له نږدې لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۰:۰
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندي په سیمه او ګڼو نورو کلیو کې د هغو سیلاب ځپلو کورنیو له نږدې لیدنه وکړه!

 د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندي په سیمه او ګڼو نورو کلیو کې د هغو سیلاب ځپلو کورنیو له نږدې لیدنه وکړه، چې تېره شپه د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله ورته درانه مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي پغمان ولسوالۍ کې د تېرې شپې د سیلابونو له امله د جکدلې،شاه قدم،بادام قول،وحدت کلی، کاریز،اتم خېل،قلعه صدیق،ملک کلا،شیخانو کلی،نوی کلی،کتب خېل،قلعه نو،زړه کلا،جنډاخېل، صدرخېل،سره کلا،کټه خېل،بازي خېل او کونج کلیو کې ۷ تنه شهیدان شوي، ۸۰ کورونه ړنګ شوي او ۴۵۰ باغونه لمنځه تللي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۵۴
Background image

بغلان ولایت کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو دېرش میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

بغلان ولایت کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو دېرش میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي. . .

BACK TO NEWS