د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس افغانستان لپاره د بریتانې د سفارت سرپرستې او د پرمختیایي او سیاسي اُمورو مسؤل سره دوحه کې ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۰:۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس افغانستان لپاره د بریتانې د سفارت سرپرستې او د پرمختیایي او سیاسي اُمورو مسؤل سره دوحه کې ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ پلاوي افغانستان لپاره د بریتانې د سفارت سرپرستې نصیره اشرف او د پرمختیایي او سیاسي اُمورو مسؤل جانتن تام سره دوحه کې افغانستان سره پر بشري مرستو او د بېوزلو افغانانو د لاسنیوي په موخه ناسته ترسره کړه. ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د بریتانیا د تېرو بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل "تېر ۴۰ کلن ناورین افغانان له فزیکي، روحي او اقتصادي پلوه سخت ځپلي، ځکه یې باید لا زیات لاسنیوی وشي او په شویو مرستو اکتفا ونشي". نوموړي وویل "افغانان په یو ناوړه حالت کې دي او تېر ۴۰ کلن ناورین افغانان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي؛ د نورو سختو ناروغیو ترڅنګ په رواني ناروغیو اخته کړي، چې اوس پوره لاسنیوي او درملنې ته اړتیا لري؛ افغاني سرې میاشتې پر خپل لګښت د رواني ناروغانو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او د غُربت له امله نورو ته د لاس نیوونکو وګړو تر یوې کچې لاسنیوی کړی، خو دا چې د یادو ناروغانو شمېر هره ورځ په زیاتېدو دی؛ ځکه یې د درملنې او ساتنې لګښت د افغاني سرې میاشتې له وس پورته شوی". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "د افغاني سرې میاشتې د رواني ناروغانو د ساتنې مرکزونه ۴ ولایتونو کې فعال دي او هڅه مو ده دغه لړۍ نورو زونونو ته هم وغځوو". نوموړي وویل "د زړه د سوري په رنځ د اخته ماشومانو د ثبت او درملنې بهیر په چټکۍ روان دی، چې تر اوسه له افغاني سرې میاشتې سره ۲۴۷۴۳ ماشومان ثبت شوي، چې په کې د نیمایي درملنه شوې، خو دغه بهیر زیات لګښت ته اړتیا لري، چې د افغاني سرې میاشتې له توانه پورته کار دی؛ مونږ هیله من یو د بریتانیا په ګډون نړیوال په دې برخه کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی او همکاري وکړي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "اړینه ده بریتانیا زمونږ د هغو هېوادوالو په لاسنیوي، کار، حِرفوي زده کړو او له دې لارې د هغوی پر خپلو پښو دریدو کې د افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي، چې د غُربت له امله نورو ته د محتاجۍ لاس ورغځوي". آغلې نصیره اشرف د باوري ادارې په توګه د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو او بېوزلو ته د مرستو رسولو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې دوی به د افغاني سرې میاشتې تر شا ولاړ وي خپلې مرستې به جاري ساتي او د افغاني سرې میاشتې په پیل کړو پروژو کې به لازمه همکاري وکړي. نوموړې وویل "په تېرو کلونو کې موږ د افغانستان له بېوزلو وګړو سره د ملګرو ملتونو له لارې ۳۰۰ ملیونه او د نړیوال فدراسیون له لارې ۶ ملیونه ډالر مرسته کړې او غواړو دغه لړۍ غځېدلې وساتو" نوموړې وویل "مونږ په بشري مرستو کې له افغاني سرې میاشتې سره همکارۍ او همغږۍ ته لېوال یو".

 

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس افغانستان لپاره د بریتانې د سفارت سرپرستې او د پرمختیایي او سیاسي اُمورو مسؤل سره دوحه کې ناسته ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۴۰
Background image

فاریاب کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د فاریاب ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۹۴۱ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۹:۲۶
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د چارو ادارې له لوی رئیس سره د بشري همکاریو په اړه وکتل

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې له لوی رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث نورالحق انور او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۶:۱۸
Background image

کابل؛ د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي د موندنو د تحلیل او تائید څلور ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده

سې شنبه، ۱۴ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اغېزمن غبرګون لپاره د چمتووالي (PER) د ارزونې، تحلیل او تایید په موخه جوړه شوې څلور ورځنۍ غونډه، د هر اړخیزو بحثونو او پرېکړو له. . .

BACK TO NEWS