کاپیسا!
روغتيا ته پاملرنه او پاکوالې د ايمان برخه ده! نن یکشنبه د روان ۱۴۴۴ ه ق، د رجب په ۱۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې کاپیسا ولایت کوهستان ولسوالۍ اول حصه او دويمه کې ۵۰۰ کورنیو ته ۵۰۰۰ د لاس مینځلو صابونونه وویشل شول. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کلچې صابون ورکړل شول.