غزني!
نن شنبه د روان ۱۴۴۴سپوږمیز کال د جمادی الثاني په ۲۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې غزني ولایت مرکز اړوند بېلابېلو کلیو کې، ۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته، د ۷ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۳ لیتره غوړي، ۲ کیلو دال، ۱ کیلو ګرام چای، ۵ کیلو بوره او یو کیلو ایوډین مالګه، شامل وو.