زابل؛ د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکنې بهیر بشپړ شو
چهارشنبه، ۳۰ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري په زابل ولایت کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکنې بهیر بشپړ شو.
د دغه بهیر په ترڅ کې د زابل ولایت له ۱۱ ولسوالیو او ۴ ښاري ناحیو څخه ۷۵ کسان، له هرې سیمې پنځه پنځه تنه، د ولایتي مجامعو د غړو په توګه وټاکل شول.
ټاکل شوي غړي به د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو او همغږۍ په پیاوړتیا، د خلکو د غوښتنو او ستونزو په انعکاس او د بشري فعالیتونو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو کې همکاري کوي.
د ولایتي مجامعو د غړو ټاکل د خلکو د ګډون، د ټولنې او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د بشري خدمتونو د ښه وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
افغاني سره میاشت د ولایتي مجامعو له لارې د خلکو د ګډون او د هغوی د ستونزو او غوښتنو د انعکاس زمینه برابروي؛ څو بشري خدمتونه د ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره وړاندې شي.
