پکتیکا!
نن شنبه، د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الثاني په ۱۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ کې، ۱۳۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ټولټال د ۳.۵ ټنو خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته په کې؛ ۱۰ کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مکرونی، ۱ کیلو شین چای، ۸۰۰ ګرامه روب، ۲ کیلو بوره او ۳ پاکټه بسکوټ شامل وو.