د غصب شویو ځمکو د بېرته اعاده کولو له امله د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص وستایل شو!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۸:۱۱
د غصب شویو ځمکو د بېرته اعاده کولو له امله د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص وستایل شو!

نن سه شنبه د روان ۱۴۴۴سپوږمیز کال د جمادی الاولی پر ۲۶مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې د هغو کارکوونکو له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شو، چې د افغاني سرې میاشتې د ښارګوټي اړوند ځمکې یې تېرو څو کلونو کې د یو شمېر وګړو له امله غصب شوې وې. د غونډې په پیل کې د غصب شویو ځمکو د مالکانو په استازیتوب دوه تنو د افغاني سرې میاشتې له رهبرۍ د مننې تر څنګ وویل، چې "په تېرو ۸ کلونو کې د دوی ځمکې د زورواکو له لوري غصب شوې وې، خو له ډېرو هڅو سره سره یې چا غږ او فرياد وانه وريد؛ اوس الحمدلله د افغاني سرې میاشتې وروستۍ رهبرۍ زمونږ فریاد واورید او زمونږ ځمکې یې له غاصبینو بېرته مونږ ته راوګرځولې؛ مونږ ورڅخه د ﺯړه له تله مننه کوو، چې عدل يې پر ځاى کړ، د مظلوم آواﺯ ته يې لبيک ووایه او زمونږ ځمکې يې د غاصبينو له ﺯور او شره خلاصې کړې". ورپسې د افغاني سرې میاشتې د داخلي تفتیش رئیس او د غصب شویو ځمکو د بېرته اعادې د کمیسیون مشر مولوي محمد نسيم احمدي وینا وکړه. نوموړي وویل "غاصبينو سره مو نېږدې پو کال ناستې وکړې، دوى ته مو کافي وخت ورکړ چې د ځان غم وخوري او د ځمکو مالکينو ته خپلې ځمکې پرېږدي، خو دوى نه منله او د ورورۍ فضا کې یې د کمیسیون صميمانه غوښتنه سرسري وګڼله؛ کميسون ته یې د مرګ او ترور ګواښونه وکړل، خو افغاني سره مياشت د نورو اړوندو ارګانونو په مټ وتوانيده، چې ځمکه د غاصبيو له شر او قبضې خلاصه کړي. ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق "خالص" په خپلو خبرو کې د غونډې ګډونوالو ته وویل"مونږ یو کال له غاصبينو سره په خورا صميمانه چاپيريال کې خبرې وکړې، دوى مو په خپله خوښه د غصب پاى ته رسولو ته وهڅول، خو دوى سرﺯوري کوله" نوموړي وویل "د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو حقوق که هر څوک غصب کوي موږ به یې په خپل توان دفاع کوو؛ دا کوم احسان نه بلکې دا مو کاري وجيبه ده او د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو مُسلم حق دی". سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو حقوق چې هر چا غصب کړي وي؛ موږ به یې پر وړاندې درېږو؛ ترڅو راتلونکي کې څوک بیا دا ډول جرأت ونکړي". نوموړي د افغاني سرې میاشتې د ځمکو له نورو ټولو غاصبینو وغوښتل چې د افغاني سرې مياشتې غصب شوې ځمکې زر تر زره پرېږدي". د غونډې په پای کې د افغاني سرې میاشتې د ښارګوټي د غصب شویو ځمکو د مالکانو له لوري د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته دوی ته د دوی د ځمکو د بېرته راګرځولو له امله د افتخار دستار ور په سر کړای شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS