د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د زلزله ځپلو سیمو له قومي مشرانو سره ولیدل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۲۲:۴۳
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د زلزله ځپلو سیمو له قومي مشرانو سره ولیدل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د جمادی الاولی پر ۱۲مه د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د زلزله ځپلو سیمو له قومي مشرانو سره ولیدل. ناسته کې قومي مشرانو د افغاني سرې میاشتې له سرپرست عمومي رئیس څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې د زلزلې له شېبې راپدېخوا تر اوسه مرستې، ملاتړ او لاسنیوی روان ساتلي او د دوی هر اړخیزه مرسته یې کړې. قومي مشرانو انديښنه وښوده، چې د دوی کورونه لا هم ړنګ پراته دي او وېرېږي، چې د ژمي یخني به د دوی ناروغان او ماشومان له ژوند بې برخې کړي. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د اړتیا تر وخته به د افغاني سرې میاشتې له لوري له دوی سره مرستې روانې وي. نوموړي له قومي مشرانو سره ژمنه وکړه، چې د دوی غږ به د اسلامي اِمارت تر مشرانو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو او ټولنو رسوي؛ ترڅو د ژمي شپو کې د زلزله ځپلو کورنیو لازم لاسنیوی وشي.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د زلزله ځپلو سیمو له قومي مشرانو سره ولیدل!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۶:۱
Background image

انځرګي پنډغالي کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول

شنبه، ۲۴ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لورې د کندهار تخته پل ولسوالۍ په انځرګي پنډغالي کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو  ۱۰۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۱۵
Background image

۲٩٦٠ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمتونه وړاندې شوي

 


شنبه، ٢۴ ذوالحجه۱۴۴۶
افغاني سرې میاشتې  په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونيز مرکزونو له لارې په ټوله کې ۲٩٦٠ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۱۴:۴۵
Background image

بغلان کې له ٨٠ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

جمعه، ۲٣ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د پل حصار اندراب په ولسوالۍ کې د سېلابونو  له امله له ۸۰ زیانمنو شویو کورنیو سره پنځه قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره. . .

BACK TO NEWS