انځرګي پنډغالي کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول

شنبه، ۲۴ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لورې د کندهار تخته پل ولسوالۍ په انځرګي پنډغالي کې پر ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ۱۰۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول، په يو خوراک کې ورېجې، غوښه، لوبیا، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۶۵ ورځو کې هم د انځرګي په کمپ کې پر راستنو شویو کډوالو ۶۵۰۰۰ خوراکه پاخه خواړه وېشل شوي دي.