دافغاني سرې مياشتې د مقام په ځانګړى پاملرنه د ولايتي ټولنو را ژوندي کول!
د روان ۱۴۴۴ سپوږميز کال دجمادي الاولی په ۱۱مه نيټه، د ولايتي مجامعو د رياست محترم هيئت د لوګر ، لغمان او کاپيسا ولايتونو ته د ولايتي ټولنو د را ژوندي او فعاله کولو په موخه سفرونه درلودل. دکار په لومړۍ ورځ يې په يادو ولايتونو کې دسرې مياشتې د نمايندګيو له ښاغلو رئيسانو او کارکوونکو سره د دغو ولاياتو په مرکزونو او ولسواليو کې د طرحې سره سم د ټولنو په جوړيدو او دپلان د پلې کېدو په څرنګوالي مفصل مجلسونه وکړل. چې په نتيجه کې د درې واړو نمايندګيو محترمو رئيسانو د پوره همغږۍ او همکارۍ ژمنې وکړې. په دې هيله چې دا ټولنې خپلې موخې او د کاميابۍ پړاو ته ورسيږي.