جوزجان
د افغاني سرې میاشتې د نشراتو څانګه د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هر کال زرګونه جلسې دایروي او ولسي وګړو ته افغاني سره میاشت، کاري شریکان، د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه او د افغاني سرې میاشتې اهمیت ورپېژني. نن په همدې اړه د یکشنبې په ورځ د جوزجان ولایت د منګجک ولسوالۍ په هارون اول کلي کي د افغاني سرې میاشتې د نشراتو څانګې د کارکوونکو له لوري ۳ بېلابېلې جلسې دایرې شوې.