بدخشان

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۰:۳۶
بدخشان

 د روان ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني په ۲۴مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د بدخشان ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې ۴۰۰ وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو ته چې د Red Rose سیستم په وسیله راجستر شوی وو د خوراکي موادو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لورې چمتو شوی وه. چې پکې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، یو کیلو شین چای او ۱ قطی BP5 بسکوټ شامل دي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د سرې میاشتې له لورې په شغنان ولسوالۍ کې ۴۰۰ وچکالې ځپلو او اړمنو کورنیو ته ورته مرسته ویشل شوی.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۹:۵۴
Background image

کاپيسا کې د برېښنا شارټۍ له امله د معلول شوي هېوادوال سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۹ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ د حکم پر اساس د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په اسپه خېلو کلي کې له هغه تازه معلول شوي هېوادوال سره لس زره (۱۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۷:۵۹
Background image

د ټولنې ښکېلتیا پالیسۍ پېژندنې په موخه د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

کابل، دوشنبه، ۱۹ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو او آمرینو لپاره د ټولنې ښکېلتیا پالیسۍ پېژندنې په موخه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو. دغه ورکشاپ د. . .

BACK TO NEWS