د افغاني سرې میاشتې له ښوونځي سره د آلمان د سولې کلي د موسسې مرسته!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۰:۲۶

یکشنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الثاني پر ۱۱مه د آلمان د سولې کلي د موسسې له لوري د افغاني سرې میاشتې اړوند مشعل بیات ښوونځي سره یو د کاپي، پرنټ او سکین ماشین، د کمپیوټر لیب لپاره شل دانې لیپ ټاپونه او له ۹۶۱ هلکانو او نجونو زده کوونکو سره د ۱۳ قلمه درسي توکو مرسته ترسره شوه.

یاد مرسته شوي توکي په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرترجنرال د مرستیال ښاغلي خالد احمد حامد، د بشري سرچینو د رئیس ښاغلي نورالحق یوسفي او د آلمان د سولې کلي موسسې د مسئولې کلوډيا او مل پلاوي په شتون کې پر زده کوونکو ووېشل شول.

زده کوونکو ته د درسي توکو د وېش پر مهال په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرترجنرال مرستیال ښاغلي خالد احمد حامد مېلمنو او ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د آلمان د سولې کلې له موسسې مننه وکړه، چې تل یې له قید او شرط پرته -افغاني سرې میاشتې سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې، همدارنګه ښاغلي حامد د آلمان د سولې کلي له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د ظرفیت په لوړاوي کې هم له افغاني سرې میاشتې لاسنیوی وکړي.

ورپسې د آلمانې د سولې کلي-د موسسې مسئولې کلوډيا په خپلو خبرو کې زده کوونکو ته وویل: د خوښۍ ځای دی، چې دا کمې ډالۍ ستاسو حضور ته وړاندې کوو، د افغانستان د ښوونځیو زده کوونکي په ځانګړې توګه تاسې د خپل هېواد راتلونکی یاست، زه هیله لرم، چې زموږ دغه ډالۍ به ستاسو د ذهني او عملي وده کې پیاوړتیا لامل شي.

 

د افغاني سرې میاشتې له ښوونځي سره د آلمان د سولې کلي د موسسې مرسته!

 

د افغاني سرې میاشتې له ښوونځي سره د آلمان د سولې کلي د موسسې مرسته!

 

د افغاني سرې میاشتې له ښوونځي سره د آلمان د سولې کلي د موسسې مرسته!

 

د افغاني سرې میاشتې له ښوونځي سره د آلمان د سولې کلي د موسسې مرسته!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

BACK TO NEWS