افغاني سرې مياشتې د نورستان ولايت برګمټال ولسوالۍ ٤٠٠ بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشله!
افغاني سرې میاشتې د ربيع الثاني په ٢مه د نورستان ولايت برګمټال ولسوالۍ ٤٠٠ بېوزلو او مستحقو کورنیو ته، د نړيوال فدراسيون له لوري ٨ قلمه چمتو شوې خوراکي توکي ووېشل. ياده مرسته کې هرې کورنۍ ته ١٠٠ کيلو اوړه، ٢٥ کيلو وریجې، ۱۰ لېټره غوړي، ٨ کیلو لوبيا، يو کيلو شين چاى، ٢ پاکټه مالګه، ٥ کيلو بوره او يو پاکټ (BP-5) بسکويت شامل وو، ووېشل شو.