نورستان
نن د ربیع الاول پر ۲۷مه د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې ۴۰۰ بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو ۷ قلمه مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو نخود، ۱۰ کیلو مکروني، ۲ پاکټه مالګه او ۶ کیلو خُرماشامل وو.