د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۲:۲۶
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

نن دوشنبه د ربیع الاول پر ۱۵مه د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملانورالدین ترابي د قطر هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي احمد العثماني سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملانورالدین ترابي د قطر هېواد له هغو مرستو مننه وکړه، چې د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه یې افغاني سرې میاشتې ته سپارلي.

همدارنګه د قطر هېواد د سرې میاشتې استازې ښاغلي احمد العثماني د خپلو خبرو په لړ کې ژمنه وکړه، چې په نیږدې راتلونکي کې به له افغاني سرې میاشتې سره لا ډېرې مرستې ترسره کړي.

 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د قطر د سرې میاشتې له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

پکتیا ولایت کې د يوې ناروغې ماشومې له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د مقام د حکم پر اساس د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د هغې دوه کلنې ناروغې ماشومې له کورنۍ سره لس زره (۱۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

د سېلاب خیریه بنسټ له لوري پر ۲۰۰ بې سرپرسته کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل کېږي

کابل - یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶ ه ق
د ‎افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په مرکزي دفتر کې د سېلاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د پېښو زیانمنو وګړو د رواني روغتیا ساتنې په موخه کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

کابل – یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د طبيعي او غیر طبيعي پېښو له امله د زیانمنو  هېوادوالو د رواني روغتیا ساتنې تر. . .

BACK TO NEWS