د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس په افغانستان کې د جاپان له سفیر، د جاپان د جایکا خیریه بنسټ له مسؤل او افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مشر سره په افغانستان کې د بشري مرستو په تړاو ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۵ - ۱۴:۳۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس په افغانستان کې د جاپان له سفیر، د جاپان د جایکا خیریه بنسټ له مسؤل او افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مشر سره په افغانستان کې د بشري مرستو په تړاو ناسته ترسره کړه!

نن د ذي الحجې په ۲۸مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د جاپان له سفیر، د جاپان د جایکا خیریه بنسټ له مسؤل او افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مشر سره په افغانستان کې د بشري مرستو په تړاو ناسته ترسره کړه.

‏ناسته کې افغانستان کې اړمنو ته د بشري مرستې پر زر وېش خبرې وشوې.

افغانستان کې د جاپان سفیر افغانستان ته د جاپان د رالېږلو مرستو د ښه وېش په اړه له افغاني سرې میاشتې مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا زیاتې همکارۍ هیله څرګنده کړه.

نوموړي وویل، چې جاپان له افغاني سرې میاشتې سره‏د نړیوال فدراسیون له لارې ۳ میلیونه ډالر مرسته په پام کې لري، چې د روغتیا، پېښو، کور جوړونې او نورو اړینو برخو کې به مصرف شي.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ناستې ګډونوالو ته د مرستو د وېش په برخه کې د شفافیت اطمنان ورکړ.‏نوموړي افغانستان کې د جاپان له سفیره وغوښتل، چې د بشري مرستو په تړاو لازمه ده، چې له افغاني سرې میاشتې سره د دوی یو استازی ګډ کار وکړي؛ ترڅو په دې تړاو اړیکې لا پیاوړې واوسي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص افغانستان کې د جاپان له سفیره وغوښتل، چې‏له دوی سره د ظرفیت لوړونې، د کورونو په جوړونه، د کرنیز سکتور د پیاوړتیا او له بېوزله کورنیو سره د نغدي مرستو په زیاتوالي کې رغنده رول ولوبوي.

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس په افغانستان کې د جاپان له سفیر، د جاپان د جایکا خیریه بنسټ له مسؤل او افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مشر سره په افغانستان کې د بشري مرستو په تړاو ناسته ترسره کړه!

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس په افغانستان کې د جاپان له سفیر، د جاپان د جایکا خیریه بنسټ له مسؤل او افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مشر سره په افغانستان کې د بشري مرستو په تړاو ناسته ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS