لوګر:
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په څالک خېل، ملنګ کلا، اخندزاده خېل او بازو خېلو په کلیو کې ۲۸ سیلاب ځپلو کورنیو ته نن د ذوالحجې پر ۱۴مه هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه، ۷ تختې کمپلې، ۲ د اوبو د بوشکو، ۱ ترپال او د پخلنځي د ۱۳ عدده لوښو مرسته وکړه.