پکتيکا!
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د نغدي مرستې ویش نن د پنجشنبې په ورځ پیل شو.
د یادې مرستې د ویش پر لومړۍ ورځ نن ۸۰۰ کورنیو ته هرې کورنۍ ته ۱۳۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت په پام کې لري، چې ۵۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره یاده مرسته وکړي، چې له یاد شمېره ۲۰۰۰ کورنیو ته روانه اونۍ ویش کېږي.