پکتیکا!
د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ملا_نور_الدین_ترابي په لاس ۷۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
د ښاغلي ملا نورالدین ترابي په لاس د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۵۰۰ کورنیو ته په ویشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو وریژې او ۱۰ کیلو غوړي؛ همدا ډول په برمل ولسوالۍ کې ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ښاغلي ملا نورالحق ترابي په لاس هرې کورنۍ ته یوه خیمه، دوه فرشونه، یوه قطعۍ د کب غوښه، څلور قطعۍ لوبیا، یو کیلو خرما او یو شمېر نور خوراکي او د پخلنځي توکي ورکړل شول.
