د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس دوحه کې د مرستو د صندوق له استازو سره لیدنه ترسره کړه!
دوحه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د "مرستو د صندوق" له مسوولینو سره د مرستو د جلب په موخه ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د افغانستان اوسنی روان بشري وضعیت، د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه او د افغانانو اړتیاوې شریکې ګړې. د مرستو د صندوق مسوولینو ژمنه وکړه، چې د قطر د سرې میاشتې او نورو له لارې به له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې پراخې مرستې وکړي.