افغاني سرې میاشتې دایکندي ولایت کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړه!
پنجشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال المکرم میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په دایکنډي ولایت کې ۳۰۰ اړمنو، داخلي بې ځایه شویو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ د هرې کورنۍ لپاره پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۶ کیلو وریژې، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود، ۲ کیلو دال، ۲ کیلو عدس، ۳ کیلو بوره، ۱ ټیکری او یو جمپر شامل وو.
