بادغیس ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۳ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار بېلابېلو سیمو ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکی توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو مکروني، ۲ لېټره غوړي، ۱کیلو لوبیا، ۱ کیلو بوره، ۱ کیلو عدس، ۱ قوطی رُب، یوه تخته کمپله، یو جمپر او ګڼ نور توکي شامل وو.