د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نړیوال سره صلیب تر منځ د نویو مالي پروسیجرونو د پروګرامونو د پلی کېدو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو!
نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر ۱۰ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاستې د عمومي سرپرست رییس ښاغلي مولوی مطیع الحق خالص، د افغاني سرې میاشتې سکتر جنرال ښاغلي محمدنبي برهان، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د کوپرېشن مسوولې مېرمن رابرتاتافل سیولا، د مرکزي او سیمه ییزو ولایتي مالي چارو مدیرانو په ګډون پیل شو.
د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په مالي چاروکې د عمل پر شفافیت او ګړنديتوب ټینګار وکړ، نوموړي زیاته کړه هر ورکشاپ چې چمتو کېږي ستاسو مسوولیت ورسره لا ډېرېږي له تاسو څخه هیله کووم په مالي چارو کې د چا خاطر ونه کړئ او خپلې چارې په پوره رڼښت او اخلاص پرمخ یوسئ.
ورپسې د آسیایي څانګې مسوولې ښاغلې مېرمن رابرتاتافل سیولا وویل، د افغاني سرې میاستې له رهبرۍ مننه کوو، چې تل یې په چارو کې پر رڼښت ټینګار کړی.
نوموړې زیاته کړه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره ۲۰۲۱ زیږدیزکال یو بریالی کال وو او مونږ ورته مبارکي وایو.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مالي چارو رییس ښاغلي شبیراحمد عثماني له ټولو کارکوونکو د مالي چارو چې په پوره ریښتینولۍ سره یې سرته رسولي مننه وکړه او تر څنګ یې د کوپرېشن له مسوولینو د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې ددې ورکشاپ له دایرولو موخه په مالي چارو کې د نوي سیستم او بدلونونو پلي کول دي، چې یاد ورکشاپ به دوه ورځې دوام ومومي.
