اخبار
هرات!
د افغاني سرې میاشتې اړوند د غور ولایت د نمایندګۍ له لوري د هرات ولایت زلزله ځپلو سیمو ته د غیر خوراکي توکو مرسته پر لاره ده. په یاده مرسته کې ۲۱۵ بابه خیمې، ۲۴۰ سيټه کمپلې، ۴۷ سیټه د. . .
هرات!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص د هرات ولایت زلزله ځپلې ولسوالۍ زنده جان ته په سفر دی. نوموړی به په زلزله ځپلو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو. . .
هرات!
افغاني سرې میاشتې د ترکیې، قطر، ډنمارک، ناروې، د ICRC پر نړیواله کمیټه او د ملي ټولنو پر نړیوال غورځنګ د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د. . .
هرات!
افغاني سرې میاشتې د هرات زلزله ځپلو سره د لومړنیو خوراکي توکو د مرستې په برخه کې، سیمې ته ۱۰۰۰۰ دانې وچې ډوډۍ، ۵۰۰۰ قوطي مربا او ۵۰۰۰ قوطي خامه(ملایي) ولېږل.
هرات!
د افغاني سرې میاشتې کارکوونکي او رضاکاران د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې تر خاورو لاندې د ژوندي پاتې وګړو د ژغورنې په هڅو بوخت دي.
هرات!
د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو سیمو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د غیرخوراکي توکو د لېږد کاروان.
هرات!
د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې کارکوونکي او رضاکاران د زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د هستوګنې د بیړني کمپ او سرپناه پر جوړولو بوخت دي.
هرات!
د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې کارکوونکي او رضاکاران د زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورونو او ودانیو پر سروې بوخت دي.
هرات!
د افغاني سرې میاشتې کارکوونکي او رضاکاران په هرات ولایت کې زیانمنو سیمو ته د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي په موخه حرکت کوي.