اخبار
میدان!
د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش په موخه سروې پيل شوه! په یاده ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له سیلابونو څو ساعته وروسته. . .
لوګر!
د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ګمران او دوران خېلو په کليو کې د وروستیو ورښتونو له امله د زیانمنو شویو کورونو سروې د افغاني سرې میاشتې له لوري د لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
لغمان!
لغمان ولایت کې ۶۵ سوالګرو له کورنیو سره ۳۲۵،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
میدان وردګ!
د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۵۰۰ هغه کورنیو ته، چې وروستیو ورښتونو مالي زیانونه ور اړولي وو؛ د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. په یادو توکو کې۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰. . .
میدان وردګ!
د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیاپال ټیم د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ سیلاب ځپلې سیمې ته د سیلابونو له راتګ څو ساعته وروسته ورسید او د ټپیانو درملنه یې پیل کړه، چې تر اوسه په سیمه. . .
میدان وردګ!
د میدان وردګ ولایت د چک او دایمیر داد ولسوالۍ په بېجګه، طویکه، بلاق، خواجه انګور او چهارشونې کلیو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په ۹۴ سېلاب ځپلو کورنیو مرسته ووېشل شوه. یاده مرسته کې ۲. . .
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي پراختیایي بانک له ځانګړي مشاور او د افغانستان د برخې مسؤل سره ولیدل!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د اسلامي پراختیایي بانک له ځانګړي مشاور او د افغانستان د برخې مسؤل ښاغلي انجینر. . .
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نور الدین ترابي، په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو وګړو د لاسنیوي په موخه د پېښې ځای ته تللی!
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نور الدین ترابي، په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو وګړو د لاسنیوي په موخه د پېښې ځای ته تللی او د ویجاړ شویو سیمو لیدني او ارزیابي ترڅنګ. . .
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي پيوستون د صندوق له اجرایوي رئیس سره په سعودي عربستان کې لیدنه ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي همکاريو د سازمان د اسلامي پيوستون د صندوق له اجرایوي رئیس ښاغلي ابراهيم بن عبدالله الخزیم سره په سعودي عربستان. . .
