د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس افغانستان لپاره د ملک سلمان خیریه بنسټ له مشر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل!
له ملي ټولنو سره همغږي د افغاني سرې میاشتې جدي هڅه ده. په همدې موخه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص افغانستان لپاره د ملک سلمان خیریه بنسټ له مشر فهاد سعد القحطاني سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. یاده ناسته کې پر دوه اړخیزه همکارۍ خبرې وشوې او ښاغلي القحطاني ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به خپلې همکارۍ روانې وساتي او ملک سلمان خیریه بنسټ به په افغانستان کې د روغتیا او پېښو په برخه کې بشري مرستې د افغاني سرې میاشتې تر چتر لاندې ترسره کوي.