لوګر ولايت کې ١١٨٠٥ تنو ته روغتیایي خدمات!
لوګر ولايت کې ١١٨٠٥ تنو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٤٦٧٦ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ١٥٩ تنو ټپیانو پانسمان، ٥٧٥ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٤٥٨١ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٦٩ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ١٣٨٦ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ١٥٩ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.
