‏‎بدخشان ولايت کې ٨٠٤١ تنو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۲۳
خبر

‏‎بدخشان ولايت کې ٨٠٤١ تنو ته روغتیایي خدمات!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د بدخشان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٣٦٢٢ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ١٠٩ تنو ټپیانو پانسمان، ٨٩٩ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٢٦٦٢ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٣٣٤ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٢٦ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٣٨٩ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۶:۵۱
Background image

نورستان؛ برګمټال کې څه باندې ۶ زره د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډې همغږۍ، د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ کې د جګړو له امله څه باندې ۶ زره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

بامیان؛ ۱۱ سېلاب ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۱ سېلاب ځپلې کورنۍ، چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، د غیر خوراکي توکو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۲۰:۱۲
Background image

بلخ او سمنګان؛ د څښاک اوبو د ۶۰۰ کندو د ترمیم پروژه پرانیستل شوه

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د څښاک اوبو د ۶۰۰ کندو د ترمیم پروژه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په پرانیست غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS